آسیا پراختیایي بانګ افغانستان سره د یو ملیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه

comments 0

هندوکش ـ کابل: افغانستان کې د آسیا پراختیایی بانګ مسوولین وایې چې د نوي څلور کلن پروګرام له مخکې تاکل شوې ده چې افغانستان سره د یوه ملیارد ډالرو په کچه مرسته ترسره شي.
د یاد بانګ مسوولین وایې چې، افغانستان لپاره یې نوې څلور کلن پروګرام جوړ کې او لاسلیک ته چمتو دې.
د مسوولینو په وینا د نوي پروګرام له موخې په افغانستان کې د با ثباته ودې او د بی وزلۍ له منځه وړلو لپاره د بنسټ جوړول ښودل شوي دي.
نوموړو زیاته کړه، دا پروګرام چې له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې دوام کوي، تمه ده ۸۸۷ میلیونه ډالره افغانستان ته د مرستې په توګه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسیا پراختیايي بانګ تر اوسه ۴ اعشاریه ۹ میلیارده ډالره د مرستې او پور په ډول افغانستان ته ورکړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply