آسیا پراختیايي بانګ افغانستان سره د دوو ملیاردو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه

comments 0

هندوکش – کابل: د اسیا پراختیایي بانک نن له افغانستان سره د دوه میلیارده ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
په افغانستان کې د یاد بانک رییس نن په کابل کې د اوبو درې ورځني ملي کنفراس ته د وینا پر مهال وویل، دا رقم به تر راتلونکو دریو کلونو پورې افغانستان ته ورکړل شي. سامویل تومیوا وویل، په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک فعالیتونه، د کرنې او طبیعي زیرمو په ځانګړي ډول اوبه، برېښنا او ترانسپورت برخو کې ترسره کیږي.
تومیوا زیاته کړې، تیر کال په افغانستان کې د ورښتونو کچه خورا لوړه وه او دا هیواد د خپلو اوبو د مدیریت لپاره زیات کار او همکارۍ ته اړتیا لري چې دوی ورته پوره چمتوالی لري.
سپوږۍ پوپلزۍ

Comments