آسترالیا د افغان امنیتي ځواکونو روزنې لپاره چمتووالې وښود

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د آسترالیا خبری سرچینو نه په خبرونو کې راغلي چې آسترالیا چمتو دې ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو په روزنیزو برخو کې مرسته وکړه.
د آسترالیایی رسنیو په وینا، افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوې ناستې کې د آسترالیا دفاع وزیر د لا زیاتو مرستو ژمنه کړې ده.
خو بلخوا له ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د آسترالیا دفاع وزیر سره کتنې پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني د دوه اړخیزو همکاریو غوښته کړې چې په ورته وخت کې آغلې پاین د ولسمشر غوښتنې د مثبت جواب ورکړې دې.
آغلې پاین سولې په اړه د حکومت هڅې ستایلي او ویلي دي چې افغانستان ترڅنګ مونږ او زمونږ خلک به تل ولاړ وي.
بلخوا جمهور ریس د آسترالیا دفاع وزیر نه په مننې زیاته کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو تعلم اوتربیه افغان حکومت ته خورا مهمه ده.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply