دداعش په جامه کې هغه لس طالبان ونیول شول چې پاکستان کې روزنې ترلاسه کړي وی

comments 0

1 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د ملي امنیت ځواکونو د هغه لس تنه نیولي چې، خونړیو پیښو په موخه یې انفجاري واستکټونه هم تیار کړي وي.
خبرپاڼې له مخې، نیول شويو کسانو ځآنمرګي بریدونو په موخه چاودیدونکو توکو ډک واسکټونه،ځانګړي شوي ماینونه او نور توکې تیار کړي وول چې نن د زمري په ۸مه ملي امنیت ریاست کې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل شول .
تمیم عارف مومند وویل،په نیول شویو کسانو کې درې تنه یې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د تخریبي کړنو په موخه ماینونه ځآی پر ځای کول چې د ملي امنیت ځواکونو له لورې د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې موخې ته تر رسیدو وړاندې له دوه کړیو ماینونو سره لاس په لاس ونیول شول .
هغه زیاته کړه،په یادو تروریستانو کې یو تن ته د تښتوونې دنده ورکړل شوې وه چې د یاد تروریستي فعالیت د ترسره کولو د پلان پر مهال د بهسودو په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځواکونو له لورې ونیول شو.
د ښاغلي مومند په وینا شپږ نور تروریستانو چې په پاکستان کې روزل شوي دي،ورته په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د اختر په شپو ورځو کې بېلابېلې ترهګریزې دندې سپارل شوې وې چې له وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له لورې ونیول شول .
د ننګرهار سرپرست والي وایي،د ملي امنیت ځواکونو همدا راز د تروریستانو له لورې د ځآنمرګو بریدونو په موخه له چاودیدونکو توکو ډک درې واسکټونه د اچین ولسوالۍ د باندر درې په دیوانه بابا سیمه کې ونیول،همدا راز یې ځواکونو ۷ کړۍ ماینونه په مرکز او ولسوالیو کې کشف او لمنځه وړي دي .
د هغه مالوماتو له مخې که څه هم تروریستانو پلان درلود چې د اختر په شپو ورځو کې ترهګریز بریدونه او چاودنې ترسره کړي ،خو د ملي امنیت ځواکونو په یادو لاسته راوړنو سره د دوی شوم پلان شنډ او د خونړیو پېښو مخنیوی وکړ.
د نیول شویو کسانو څخه یې امانت ګل چې د شیرزادو اصلي اوسیدونکی دی،رسنیو سره په خبرو کې وویل،دنده ورکړل شوې وه چې د جلال اباد په بېلابېلو سیمو او د یو شمېر اشخاصو کورونو مخې ته د لس زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې ماینونه او چاودیدونکې توکې ځای پر خای کړي .
هغه زیاته کړه، یاده چاره یې څو ځله ترسره کړه،خو په وروستي ځل له ماینونو سره یو ځای د ملي امنیت ځواکونو له لورې ونیول شول .
دا په داسې حال کې ده چې هندوکش خبري آژانس ته یوې باوري سرچینې ویلي چې یادو کسانو د داعش تر نوم لاندې فعالیت کوه خو اصلا د طالب وسله والې ډلې غړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments