لوګر کې نیول شوي مدني فعالان: د ماشومانو د جنسي ځورونو د ادعاوو په پلمه یې غوښتل اروپا کې پناه واخلي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: وروسته له هغه چې د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) د افغانستان له حکومته وغوښتل چې په لوګر کې نیول شوي مدني فعالان دې ژر خوشې کړي، ملي امنیت د دواړه کسانو یو ویډیو کلېپ رسنیز کړو.
په دغه ویډیو کلېپ کې موسی محمودي اعتراف کوي چې د يوې بې بنياده څيړنې په تړاو؛ چې ويلي يي وو په لوګر کې پر شپږ سوه ماشومانو جنسي تيری شوی دی، نو ځکه ملي امنيت نوموړی نیولی دی.
نوموړی وايي چې تحقیق يي بشپړ نه وو او هيڅ اسناد نلري بلکه په ادعاوو يي بسنه کړې.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي د اروپايي ټولنې له سفیر سره د لیدنې لپاره روان و چې د ملي امنیت له‌ خوا ونیول شول.
خو دواړو نیول شویو کسانو په دې اعتراف کړی، چې د دغه تورنو د لګولو په پلمه یې غوښتل چې په اروپا کې د پنا غوښتلو کېس قبول کړي.
محمودي د طلوع او يوې بهرنۍ رسنۍ خبرونه د دوی پر ضد دسيسه بللې .
محمودي وايي چې خلک ورسره دښمنان شول ځکه ده د يو ولایت د خلکو عزت ته سپکاوی کړی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments