ځانګړې قطعې د طالبانو لپاره عزرایل/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

یو شمیر خلک په لوی لاس هڅه کوي چې ځانګړي ځواکونه ۰۱، ۰۲، ۰۳ او نورې ځانګړې قطعې بدنامې کړي.
وحشي طالب باندې که یو کنډک ملي اردو ورشي دومره ترینه نه ډاریږي خو که دا یوه کوچنۍ قطعه یا کمانډو یا سپیشل فورس ورپسې ورشي نو بیا ترینه په غارو کې پټیږي. همدا دلیل دی چې په دوی پسې ډیر تبلیغات کیږي او طالبان او پلویان یې باور کړي، که دا ځانګړي ځواکونه نه وي په ډیرو ولایاتو به د وحشي طالب بیرغ ورپيږي.
زه د خپلې اردو او پولیسو کلک ملاتړی یم خو دا هم منم چې دوی دومره تربیه شوي نه دي چې طالب دې په تنها ځان مات کړای شي بالخصوص په چریکي جنګو کې چې دښمن او د جنګ کرښې معلومې نه وي.
همدارنګه دوی په ډیره ټیټه کچه روزل کیږي، هغه نظامي او فزیکي تمرینونه چې د امریکا یا هند یا پاکستان اردو کوي هغه زمونږ عامې اردو یا پولیسو ته نه ورکول کیږي، خو زمونږ سپيشل فورس، کمانډو او ځانګړې قطعې بیا د ناټو په کچه تربیه کیږي او په سیمه کې ریښتیا هم ساری نلري.
پدې هر سرتیري ډیر مصرف او ډیر وخت لګول کیږي تر څو دې حد ته ورسیږي او داسې غښتلي شي چې دښمن ترې هر ځای ډار وخوري.
د دغو ځانګړو قطعو یو سرتیري راته قیصه کوله چې د پکتیکا زیړوک ته اردو ورغلې وه، وحشي طالب ورته کمین نیولی وو او د جګړې په نتیجه کې یې اردو په شا کړې وه.
د اردو عسکرو وسایل او وسایط ورته پریښي وو او غرو ته ترینه تښتیدلي وو او هملته بند پاتې وو، کله چې دغه ځانګړې قطعه ورغله نو وحشي طالب یې مات کړ او د اردو موټر او سلاح یې ترینه بیرته واخیسته.
دوی حتا له کورو د اردو ټوپکې راوویستې ځکه ډیری دا خلک د سیمې خلک وو او پيژندل یې چې کوم کور له طالب سره لاس لري، همدوی اردو راخلاصه کړه او له موټرو او وسایلو سره یې بیرته خپل مرکز ته ولیږله.
د بل ځای قیصه یې راته کوله چې پاکستاني افسران له دستګاوو سره افغانستان ته رااوښتي وو او د خلکو ټیلیفونو ته یې غوږ نیوه، د اردو زور پرې ونه رسید ځکه طالب پخپل پوره زور دغه ځای ساته، خو چې دغه قطعه ورغله سم قیامت یې پرې جوړ کړ او له پاکستاني افسرانو سره یې ډیر طالبان ووژل.
د دې کس له قوله دوی کله کله ان تر میاشتو پورې په یو هدف کار کوي او په اړه یې معلومات راټولوي، داسې نه ده چې یو څوک ورته ووايي چې فلانی طالب دی او دوی ورشي او عملیات ورباندې وکړي.
ډیر داسې خلک شته چې په ښکاره ځانونه د دولت کلک ملاتړي ښيي خو په پټه بیا وحشي طالب ته کار کوي، د دغسې خلکو په وژلو به ډیر خلک خفه شي خو دا خلک استخباراتي معلومات نلري او دغه قطعې خپل معلومات شریکولای نشي ځکه دښمن هوښیاريږي او د دوی کار راتلونکي کې نور هم سختیږي.
د خبرو هدف دا دی چې ځانګړي ځواکونه د امنیتي ځواکونو د ملا تیر دی، هغه که سپيشل فورس دي، که همدا قطعې، که کمانډو او که د پولیسو او امنیت ځانګړي ځواکونه، پرته د دوی له شتونه به مو په ډیرو ښارو کې پاکستاني نظامي افسران ښکته او پورته وګرځي.
هو دوی کې به هم خامخا یو شمیر نیمګړتیاوې ولري، خو حل دا نه دی چې دا قطعې دې منحل کړای شي.
زمونږ د افغانانو غټ مشکل دا دی چې د اصلاح په ځای غواړو هر څه وران کړو او له سره یې جوړ کړو خو په ورانولو کې تکړه یې او بیرته جوړولو کې ناکام، دا فکر باید نور بدل کړو، دا بسته قطعې او ارګانونه له مینځه وړل مو کول چې هیواد مو دې ځای ته راورسید.
خاد مو له مینځه یوړ نتیجه یې دا شوه چې ای ایس ای مو کورو پورې راورسیده، دا ځانګړې قطعې که له مینځه یوسئ نو دا ځل به مو کورو ته درننوځي، خپلې پښې په تیشه مه وهئ، د خپلو امنیتي ځواکونو بالخصوص ځانګړي ځواکونو ملاتړ مو وکړئ، که دا نه وي نو وحشي طالب به بیا تور پنجاب د کابل په تخت درته کینوي.

Share this page to Telegram

Comments