راشد خان: د وېسټ انډیز خلاف په دقت لوبه کوو

comments 0

49 Views

هندوکش ــ هندوستان: د افغانستان او ویسټ انډیز د سیالیو تر پېلېدو مخکې د دواړو لوبډلو کپټانانو د یکشنبې په ورځ (نومبر۳) خبري کنفرانس ورکړ.
په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د افغان کرېکټ لوبډلې له کپټان راشد خان څخه وپوښتل شو چې په لکهنو کې میدان لوی، د ویسټ اندیز لوبغاړي هم جسماً غټ دي او هم غټ غټ شاټونه وهلی شي؟
راشد خان د دغه پوښتنې په ځواب کې وویل: (موږ که جسمآ غټ نه یو، خو غټې شپږیزې وهلی شو. موږ افغان زور/پاور لرو او ښايي دا میدان هم موږ ته وړوکی وي. خو موږ به د ښې لوبې فکر کوو او د شپږیزو فکر به نکو. په داسې میدانونو کې باید تاسو زیرک واوسی او په دقت لوبه وکړئ. موږ دې ته نه ګورو چې هغوی څومره سپین باولینګ ته امادګي نیولې، موږ به خپل ښه باولینګ وکړو .)
د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر چې د خبري کنفرانس پر مهال د راشدخان سره مل و، وویل چې د دوی په مخکې ټول سیریزونه د راتلوونکي اشیا کپ سیالیو او همداشان د نړیوال جام لپاره ډیر مهم دي.
نوموړي وویل: (( هر سیریز چې دی مونږ ته مهم دی،لدې وروسته اشیا کپ او نړیوال جام را روان دی.او ددغه سترو ټورنامینټونو لپاره دا سیریزونه مونږ سره د ښې لوبډلې د جوړښت په پیدا کولو کې مرسته کولی شي.))
د ویسټ انډیز کپتان کرن پولارډ هم په خبري کنفرانس کې وغږېده، هغه افغان لوبغاړي او په خاص ډول راشد، نبي او مجیب یې وستایل، خو وویل: “دا په دې پورې اړه لري چې زموږ بیتسمینان څنګه دا (درې بالران) لوبوي. موږ به بېټېنګ ۵۰ اورونه او د باولینګ ۵۰ اورونه د یو پلان او سټرکچر له مخې لوبو. موږ هر یو ښه لوبغاړي یو او خپله وړتیا به وښایو. ”
دواړو راشد خان او کرن پولارد دا سیریز او ګټل یې مهم ګڼلي دي.
د ویسټ انډیز او افغانستان ترمنځ لومړۍ پنځوس اوریزه سیالي به د نومبر په شپږمه چې د چهارشنبې له ورځې سره برابره ده، تر سره شي.
د دواړو لوبډلو لوبې به په نړیواله او ملي کچه له بېلا بېلو ټلویزیوني چینلونو هم خپریږي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments