په هلمند کې ۶ تنه وسلوال طالبان د هدفی وژنو په تړاو نېولي دي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت په مرکز لښګرګاه کې دملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې ۶تنه وسلوال طالب ترهګر دهدفي وژنو په تورنېولي دي.
دهلمند والي ویاند عمرځواک وايي،چې له نېول شوو کسانو سره مختلفې غیر قانوني سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه شوي دي.
ځواک زیاتوي،چې نیول شوې ډلې دهلمند ولایت په مرکز او نور لرې پرتو ولسوالیو کې په هدفي وژنو، تښتوونو او ترهګریزو پیښو کې لاس لري.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments