ملي دفاع وزارت وسله والو طالبانو ته د درانې مرګ ژوبلې خبر ورکوي

comments 0

102 Views

هندوکش ــ کابل: د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې په تیرو۲۴ ساعتونو او دهېواد په ۱۶ ولایتونو کې دافغان ځواکونو په هوايی اوځمکنیو عملیاتو کې ۹۱ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۱تنه طالبان ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي،چې په یادو عملیاتو کې ملکي کسانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
طالبانوتراوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments