د سولې نوې طرحه: مذاکرات له امریکا او ناټو پیلېږي پر طالبانو او پاکستان پای ته رسېږي.

comments 0

40 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې د سې‌شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د افغان حکومت د سولې اوه ماده ‌یزه طرح تشریح کوله وویل، د یوې میاشتې اوربند په اوږدو کې به دا څرګنده شي، چې طالب مشران په خپلو جنګیالیو باندې څومره کنټرول لري.
د ښاغلي محب پر وینا، د پاکستان له رضایت پرته طالبان له افغان حکومت سره سوله نه کوي او که چیرې داسې وشي، نو په روانه جګړه کې به د طالبانو ځای د داعش ډله ونیسي.
نوموړي زیاته کړه: “دا یوازې افغانانو ته نه، بلکې ټولې نړۍ ته روښانه ده چې طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي او که د پاکستان مرسته نه وي، جګړې ته دوام نه شي ورکولای. طالبان باید وضاحت ورکړي چې له پاکستان سره څه اړیکه لري. که افغانانو سره مذاکرات کوي، یو باید افغان وژنه بس کړي او بل باید تضمین ورکړي چې له دې وروسته به یې پاکستان سره اړیکه څه ډول وي.”
د سولې په دغه طرحه کې طالبانو سره یو میاشتنی اوربند د سولې مذاکراتو د پیل لپاره اساسي شرط بلل شوی دی.
حکومت داسې مهال د سولې خبرو لپاره د یو میاشت اوربند شرط وړاندې کوي چې طالبانو تل په جګړه ټینګار کړی
په طرحه کې له پاکستان دا هم غوښتل شوي چې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو په څېر د نورو ډلو د نه ملاتړ تضمین ورکړي او که پاکستان دا کار ونه کړي، د سولې په اړه هر ډول خبرې بې ‌پایلې دي.
د سولې په اړه د افغانستان د حکومت په طرحه کې سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع مهمه ګڼل شوې، خو په کور دننه ښې حکومتولۍ ته هم اشاره شوې چې د حکومت له مخالفو وسله‌والو سربېره، د جګړې نور ابعاد هم روښانه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments