د امریکا د کانګرس مسلمانې غړې ته د مرګ ګواښونه شوي دي

comments 0

371 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند مسلمانه غړې وايي، یوه توکمپال په مرګ ګواښلې او ورته یې ویلي چې وبه یې وژني. الهان عمر چې په کانګرس کې د میناسوټا استازې ده وايي، د همدې نامالومو پیغامونو له امله اوس ساتونکي له ځانه سره ګرځوي.
د مشيګان راشده طلیب او د مینا سوټا الهان عمر هغه لومړنۍ مسلمانې دي چې د ډیموکراټ ګوند په استازۍ کانګرېس ته ورسېدې، خو د اسراییل مخالفو څرګندونو له امله له نیوکو سره مخ دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جولای میاشت کې د ګانګرېس پر ډیموکراټو لیبرالو غړو غږ وکړ چې خپلو فسادي او بې منطقه هېوادونو ته لاړې شي.
خو نوموړی د دې څرګندونو له امله په توکمپال تورن شو او پرضد یې مظاهره هم وشوه. مېرمن عمر وايي د ټرمپ له څرګندونو وروسته نوموړې ته د مرګ ګواښونه ډېر شوي دي.
سرچینه : آزادي رادیو

Share this page to Telegram

Comments