comments 0

33 Views

هندوکش – کابل: ارګ د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د نننۍ غونډې په غبرګون کې وایي، نوماندانو کومه نوې خبره نه درلوده او زړې خبرې یې تکرار کړې.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په لیږل شوي ویډیويي کليپ کې ملت په خطاب کې وایي، د اساسي قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع محکمه ده او هېڅوک نه شي کولی قانون د خپلې خوښې مطابق تفسیر کړي.
دغه راز مرتضوي وایي، د ټاکنو ۱۰۴ مه ماده شپږمه ماده د نوماندانو په تړاو صراحتاً حکم کوي او په وینا یې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان کولی شي د ځان پوهولو په موخه ورته مراجعه وکړي.
مرتضوي وایي، ولسمشر محمد اشرف غني چې د کرزي د واکمنۍ په مهال کومې خبرې کړي، هغه د سترې محکمې له حکم وړاندې وې او اوس چې سترې محکمې حکم وکړ، ولسمشر غني ورته احترام لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments