امریکايي جنرال: پاکستان لا هم د طالبانو کلک ملاتړی هېواد دی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ امریکاک: د امریکا د پوځ پخوانی مرستیال لوی درستیز متقاعد جنرال جک کین وايي، په افغانستان کې د کارول کېدونکو بمونو په سلو کې ۸۵ له پاکستان څخه راځي.
جنرال کین په واشنګټن کې هیرټیج فونډېشن ته په وینا کې وویل، د پاکستان استخباراتي اداره او پوځ د طالبانو ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه، پاکستان طالبانو ته په میرانشاه او کوټه کې پناه ورکړې او د کیمیايي سرې دوې فابریکې یې د هغوی د ملاتړ لپاره جوړې کړي چې په افغانستان کې د افغان او امریکايي ځواکونو پر ضد د ټولو کارول کېدونکو چاودېدونکو موادو ۸۵ سلنه پکې جوړېږي.
کین همداراز وویل چې په افغانستان کې د جګړې سوله ییز حل ته خوشبینه نه دی.
د ده په وینا طالبان باور لري چې له امریکا سره جوړجاړی به په افغانستان کې سیاسي او پوځي انډول د دوی په ګټه بدل کړي او دا به ورسره مرسته وکړي چې په نهایت کې د افغانستان حکومت وپرزوي.
له وروستیو انکشافاتو داسې ښکاري چې د پخوانیو خوشبینیو خلاف د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه چندان نژدې نه ده.
د وسله والو طالبانو جنګي ویندوی ذبیح الله مجاهد نن ویلي چې د سولې پروسه د دوی له لوري نه بلکې د امریکا له خوا ځنډنۍ شوې ده.
ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی.»
خو جنرال کین وايي چې طالبان د سولې په فکر کې نه دي«دوی سیاسي روغه جوړه نه غواړي، دوی په واک کې شراکت نه غواړي، دوی په ولسواکۍ (انتخاباتو) کې ګډون نه غواړي.»
د کین په باور په سلو کې ۸۵ افغانان د طالبانو مخالف دي.
ده ټینګار وکړ، که طالبان په انتخاباتو کې ګډون وکړي حتي په یوه ولسوالي کې به هم بریالي نه شي.
طالبان ظاهراً وايي چې له امریکا سره له موافقې وروسته په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي خو تراوسه پورې یې نه دي ویلي چې په انتخاباتو کې به ګډون کوي یا به د افغانستان له حکومت سره په واک کې ګډېږي.

Share this page to Telegram

Comments