طالبانو جومات کې چاودنه کړې

comments 0

4 Views

هندوکش – تخار: د جمعې په ورځ تخار کې طالبانو یو جومات په بم الوځولی دی.

راپورونه وایي، طالبانو یوې ډلې په یو جومات کې بم جوړو چې چاودنه یې پرې کړې او طالبان هم پکې وژل شوي دي.

د تخار پولیس وایي، طالبان له جوماتونو او مدرسې د سنګر کار اخلي او ډير کله پکې طالب العلم زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړوي

پولیس وایي، طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې هوایي برید پرې و نه شي، ځکه افغان ځواکونو پر مقدسو ځایونو بریدونه نه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې پر طالبانو جومات کې چاودنه کیږي، تر دې وړاندې هم بیلابیلو سیمو کې مدرسو او جوماتونو کې د جګړې له مرکزونو کار اخلي.

نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments