د کرکټ د لوبو دوام

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د احمد شاه ابدالي کرکټ څلور ورځنيو لوبو کې امو او کابل زون خپل سيالان مات کړل.

کابل لوبډلې ميس عينک څخه په 380 منډو او امو زون له بند امير څخه په 7 منډو لوبه وګټله.

په بله لوبه کې سپين غر له بست سره لوبه برابره کړه خو دا چې سپين غر زياتې منډې کړې وې امتيازات يې هم زيات ترلاسه کړل.

سياليو کې د نن په ګډون دوه نورې ورځې لوبې نشته.

دا سيالۍ نږدې يوه مياشت دوام کوي چې شپږو زونونو پکې برخه اخېستې.

په دې سیالیو کې به وړ لوبغاړي انتخاب شي چې بیا کولای شي ملي لوبډلې په ترکیب کې ولوبیږي.

آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments