د طالبانو ماین د مسافرو په موټر چاودنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات : د هرات فراه پرلویه لار د سړک غاړې ماین چاودنه کې پنځوسو کسانوته مرګ ژوبله اوښتې .
د فراه د والي ویاند محمد ناصرمهري وايې یو ۴۰۴ ډوله مسافروړونکی موټر چې د هرات څخه کندهارته پرلار و، نن سهار د بالابولک ولسوالۍ د لخشک په سیمه کې پرماین برابرشوی.
هغه وايې دغه پېښه کې د یوې ښځې په ګډون لس کسان وژل شوي او څلویښت نور ټپيان شوي دي .
نوموړی وايې په ټپيانوکې د یوشمېر کسانو روغتیايې حالت د اندېښنې وړدی .
د فراه د والي ویاند وایې ماین د طالبانو له لورې افغان ځواکونو ته ځای پرځای شوی و چې د ملکي وګړو په موټر یې چاودلی دی.
امیرحسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments