داعش ته تلونکي نجلۍ نیول شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار : ننګرهار کې هغه نجلۍ نیول شوې چې د داعش له تبلیغاتو اغیزمنه شوې وه او له داعش سره یو ځای کیدله.
دا نجلۍ خدیجه نومیږي او د داعش له تبلیغاتو اغیزمنه شوې وه چې لار کې پولیسو نیولې ده.
خدیجې داعش ته د تلو پرمهال د نارینه وو کالي اغوستي و چې پولیسو د پلټنې یوې تلاشۍ کې نیولې ده.
خدیجې منلې چې ورور یې له داعش سره و او د داعش ډلې ترې غوښتي و چې نجونې جذب کړي.
د ننګرهار ولایتي شورا په ښځو کې د داعش نفوس تر ټولو خطرناکه یادوي چې دا ډله به نوره قوي کړي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments