جلال اباد کې چاودنه شوې

comments 0

22 Views

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، جلال اباد ښار کې چاودنې دوه تنه وژلي او څلور نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولایت مقام وایي، چاودنه د دریمې ناحیې اړوند د ښځو پارک سره نږدې د پولیسو رنجر پسې د نښلیدونکي ماین له کبله رامنځ ته شوې.

راپورونه وايي، چاودنه د امنیه قومندانۍ د مالي او اداري امر په موټر پسې شوې چې دوه تنه پکې وژل شوي دي.

د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي بیا چاودنه د سړک غاړې ماین یادوي چې یو پولیس پکې وژل شوي او یو پولیس شپږ ملکي وګړي ټپيآن دي.

فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments