۸۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي

comments 0

123 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار امنيې قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت پوليسو په بېلا بېلو سيمو کې څه باندې دوه اتيا کيلو ګرامه نشه يي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال وایی، د نشه يي توکو د قاچاق په تور درې تنه نيول شوي دي.
د مشرقیوال په خبره، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت پوليسو په شيخ مصري سيمه کې پنځه شپيته کيلو ګرامه چرس کشف او تر لاسه کړي ،چې په تور يې يو تن نيول شوی دی.
امنیه قومنداني وایي، دغه راز يادو پوليسو په ثمرخېلو سيمه کې په يو عراده کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي شپاړلس کيلو ګرامه چرس کشف او تر لاسه کړي ،چې په تور يې موټر چلوونکی نيول شوی دی.
پولیسو د جلا ل اباد ښار په مربوطاتو کې يو سلو دولس ګرامه چرس کشف او تر لاسه کړي او هم يې د ښار لومړۍ ناحيه اړوند سيمه کې شپږ ګرامه هيروين له يو تن سره يو ځای نيولي دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments