۸سوه زره خلک جګړې بې ځایه کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: شاوخوا اته سوه زره افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.
د ژمي په نږدې کېدو سره بې ځایه شوې کورنۍ د ځان په اړه اندېښمنې دي.
په ځينو ولایتونو کې د جګړې ډېرېدو زرګونه ملکي کسان بې ځایه او زیانمن کړي دي.
د کډوالو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په روان ۲۰۱۸ کال کې نږدې اته سوه زره کسان په ټول هېواد او په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا پنځه زره له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
غزنی، فراه او کندوز هغه ولایتونه دي چې په دې ورستیو کې یې زرګونه اوسېدونکي د جګړو له امله بېځایه شوي.
د کډوالو د چارو وزارت ویلي، اوسمهال په افغانستان کې د بې ځایه شویو وګړو شمېر یو نیم ملیون وګړو ته رسیږي او په وینا یې جګړې او وچکالۍ هره ورځ دا شمېرې لا پسې زیاتوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments