۷۲ هیوادو په ګدون ترکمنستان کې افغانستان لپاره اقتصادي کنفرانس جوریږي

comments 0

0 Views

هندوکش – ترکمنستان: ترکمنستان د افغانستان یو مهم او سوداګریز شریک په توګ غواړي د ۷۲ هیوادونو په ګدون پلازمینه عشق آباد کې اقتصادي کنفرانس جوړ کړي.
ارګ نه په خپور شوي خبر کې راغلي: چې ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ولسمشر محمد اشرف غني سره ژمنه کړې چې د روان زيږديز کال په نومبر مياشت کې به افغانستان لپاره د اقتصادي همکاريو تر نامه لاندې د ۷۲ هېوادونو د استازو په ګډون يو کنفرانس جوړيږي او د مهمو موضوعاتو په هکله به پکې بحث او خبرې اترې کيږي.
خپرپاڼه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د شته سوداګريزو او اقتصادي فرصتونو څخه د ښې ګټې اخيستنې په موخه به د افغانستان پولو ته نږدې مهم سوداګريز مرکزونه جوړ کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان ستراتيژيک موقعيت ته په اشارې سره ويلي، چې سيمې د هېوادونو په نښلولو کې مهم رول لري، له همدې امله کولای شو چې د يوه مهم سوداګريز شريک په توګه را وړاندې شو.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *