۳۹۰۰ امریکایې سرتیري افغانستان ته استول کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: یوې امریکایې معتبرې ورځپانې لیکي چې په پام کې ده په راتلونکو څو ورځو کې امریکا د اضافي سرتیرو استول پیل کړي.
که څه هم جمیز مټیس تیره ورځ بغداد کې افغانستان لپاره د اضافي سرتیرو کچه نه ده څرګنده کړې خو اسوشیټېډ پریس اژانس د لوړ رتبه امریکايي مقاماتو په حواله وايي چې د ۳ زرو او نهه سوو په شاوخوا کې اضافي عسکر افغانستان ته استول کېږي.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون امریکايي رسنیو ته وویل، افغانستان ته د پام وړ شمېر اضافي سرتیري استول کېږي او په دې اړه به موږ د خپلو قوماندانانو نظر واخلو.
دا په داسې حال کې ده چې دونالد تړمپ افغانستان لپاره د اضافي سرتیرو استولو پړیکړه جیمز مټیس ته سپاړلې ترڅو پام وړ سرتیري زیات کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *