۳۰ ترهګر وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش: ملي دفاع وزارت ادعا کړې چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکونو ځمکنیو او هوايي بریدونو کې کابو ۳۰ وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې څلور ترهګر په نښتو کې ټپیان او یو شکمن کس هم نیول شوی دی

د خبرپاڼې په وینا دا عملیات په ننګرهار، غزني، ارزګن، هرات، بادغیس، فریاب، ارزګان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

په همدې حال کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښته کې ۴ تنه افغان سرتېري زابل کې وژل شوي دي.

Share this page to Telegram

Comments