۳۰زره ښوونکي جذبیږي

comments 0

12 Views

هندوکش – کابل: د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، درې اعشاریه اوه میلیونه په شرایطو برابر ماشومان په افغانستان کې زده کړو بې برخې دي چې زیاته برخه یې نجونې جوړوي.
اوس د پوهنې وزارت کار کوي چې قراردادي ښځینه ښوونکي جذب کړي چې ښوونځیو کې د ښوونکو دنده ترسره کړي.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نهضت وایي، له دیرش زره قراردادي ښوونکو څخه پنځه زره یې جذب شوي او نور به نږدې راتلونکي کې جذب شي.
د نهضت په خبره، د ښځینه ښوونکو په ګمارنې سره به هغه ستونزه له منځه لاړه شي چې د ښځینه ښوونکو په برخه کې یې لري.
ناامني، د ښوونځیو نه شتون، د ښوونکو او درسي موادو کمبود او ځینې نورې ستونزې شته چې د پوهنې بهیر یې ټکنی کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments