۲۵۰ څوکیو ته ۲۵۵۵ کسان نوماندان دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ټول هېواد په کچه د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره ۲۵۵۵ کسانو ځانونه نوماند کړي.
تر راتلونکو دوه ورځو به په ډاګه شي، چې همدا شمیر نوماندان به د ټاکنو تر ورځې پاتې شي او کنه، ځکه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به له دې لیست څخه ځینې نور نومونه هم وباسي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، کوم نوماند چې په شرایطو برابر نه وي، له لیست یې باسي.
سره له دې چې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کیدو ته درې ورځې پاتې دي، خو لا هم دا ارزونه روانه ده چې یو شمیر نوماندان له لیست و ایستل شي.
د ټاکنو کمېسیون بیا وایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د باوري اسنادو پر بنسټ کولی شي پرېکړه وکړي، خو په ګمان یې په دې وخت کې له لیست څخه د نوماندانو ایستل به پر ځای خبره نه وي او عمومي ذهنیت خرابوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments