۲۴ کاله وړاندې د طالبانو رژیم د خلکو مړاوې هیلې لا پسې مړاوې کړې

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: نن د هغه ورځې پوره ۲۴ کاله تېر شول چې طالبان د لومړي ځل لپاره په کابل واکمن شول، د مجاهدینو د ډلو تر منځ له جګړو ستړي خلک له شک سره ملې هیلې سره د یوې بلې ډلې چې طالبان وو هرکلي ته ووتل.
ان په لومړي سر کې د دې ډلې سختو قوانینو او ظلمونو هم دا هیلې مړاوې نه کړې؛ خو له هغه وخت نه ځينې پاتې تصویرونه او خبرې ښيي چې په کابل کې د طالبانو له حضور نه د څو میاشتو وروسته کیسو وضعیت بدل کړل او خلک د طالبانو له ستمونو او ظلمونو په تنګ راغلل.
په دې لړ کې د ډېری هغو نجونو او ښځو لپاره د هېواد پر لوی ښار د دې ډلې د ولکې ټینګېدل د ډېرو هیلو د پای ته رسېدو په مانا وو.
د ولسي جرګې غړې شهناز غوثي وایي چې د طالبانو په دوره کې په ځلونو د دې ډلې له قوانینو د سرغړونې له امله د نجونو او ښځو د وهلو شاهده وه.
نوموړې وايي د سترګو دغه لیدلی حال دا او نورې مېرمنې تر ډېره د هېواد د اوسنیو او راتلوونکو ستونزو پر وړاندې مبارزې ته هڅوي.
اغلې غوثي زیاته کړه:«موږ هغه کسان وو چې په شلو کلونو کې، د خپلو وروڼو ترڅنګ کار کړی، زیار ګاللی، هڅه مو کړئ. نن موږ حق لرو چې کار وکړو، نن حق لرو چې په خپله ټولنه کې واوسو.»
اوس د طالبانو په لاس د کابل له سقوط نه ۲۴ کاله وروسته؛ دا ډله چې د تېرکال یې په تلې میاشت کې له امریکایانو سره سوله وکړه؛ له افغان حکومت سره مذاکرې ته چمتو شوې ده.
خو د مذاکراتو بهیر یوازې پرانستل شوی دی او تر اوسه رسمي خبري نه دي پېل شوي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیتي وضعیت په تړاو رپوټونه ښيي چې دغو هڅو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ پر جګړې هم دومره اغېز نه دی کړی.
د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې اعتراضونه
له دې ټولو سره هم مهاله، د طالبانو په رژيم کې د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ د دغې ډلې د برید د قربانیانو کورنۍ، په یوې سوله ییز لاریون کې وايي چې د سولې خبرو اترو کې دې د ټولنې د ټولو طبقو ونډه روښانه کړل شي، هغوی به طالبان وبښي.
د جګړې د قربانیانو کورنۍ وايي چې ۲۴ کاله مخکې کله چې طالبانو پر دغې ولسوالۍ برید وکړ، په ډېرو تاوتریخوالیو یې لاس پورې کړ.
کندل قریشي چې په خورا سختۍ سره پر لاره ځي او ظاهراً یې پښه معیوبه ده، وایي د جګړو ناوړه پایلو له ۲۴ کلونو راهیسې له خورا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.
د جګړې قرباني کندل قریشي څرګنده کړه:«جنایات خو نه بښوونکي دي. جنایت جنایت دی، خو دا چې زموږ د ماشومانو راتلوونکی زموږ د هېواد راتلوونکی تضمین شي چې دا سوله دوامداره وي، موږ پر دې راضي یوو.»
په هېواد کې د جګړو د قربانانو کورنۍ تمه لري چې له طالبانو سره په هر ډول هوکړه کې د ټولو خلکو په تېره بیا د هغوی چې قرباني یې ورکړې ده حق په پام کې ونیول شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments