۲۴ ترهګر وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې بیلابیلو سیمو کې عملیات کړي چې ۲۴ ترهګر پکې وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې په دې عملیاتو کې لس نور ترهګر ټپيان دي او ۶ شکمن کسان نیول شوي دي.
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د لوګر، خوست، غزني، ارزګان، بادغیس، بلخ، بغلان، کندز، قاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
دفاع وزارت وایي، د پسرلني عملیاتو لپاره پوره چمتووالی نیولی چې وسله وال وځپي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments