۲۲ طالبان بریدونو کې وژل شوي

comments 0

2 Views

هندوکش_زابل : سویل کې د پوځ مسوولین وایي، زابل او روزګان کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

۲۰۵ اتل قول ارد وایي، وسله وال د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوائي بريدونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې د روزګان په مرکز ترينکوټ او چورې ولسوالۍ کې او همداراز د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحي علوي وایي، چې په ترسره شوو عملياتو کې ټول ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

علوي وویل د عملياتو پر مهال د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments