۲۰۵ اتل قول اردو: په زابل او ارزګان کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

61 Views

هندوکش – ارزګان : وسله وال د افغان او نړيوالو ځواکونو په هوائي او توپچي عملياتو کې د زابل په ارغنداب او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې مړه او ژوبل شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي وایي چې په دغو عملياتو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments