۱۶۵ داخلي بې ځایه شویو سره مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د سرې میاشتې په همکارۍ له خوږیاڼو د داعش له ویرې را بې ځایه شویو ۱۶۵ کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د سرې مياشتې رئیس محمد نادر جبار خېل وويل، مرسته یې په هغو کورنیو ویشلې چې په دې وروستیو کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي مرستو کې پنځه اويا کيلو وريجې، پنځلس کيلو غوړي، اووه تختې کمپلې، دوه کيلو چای ، پنځه کيلو بوره ، ژمني لباسونه، د پخلنځي وسايل، ترپالونه ، فرشونه او نور توکي شامل و.
د خوږياڼوولسوال او دسيمې قومي مخورو د سرې مياشتې ادارې څخه مننه وکړه ، چې تل يې د ستونزو پر مهال د اړمنو لاس نيوی کړی.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *