۱۶۰ افغان ځوانان ازبکستان ته زده کړو په موخه ورسیدل

comments 0

178 Views

هندوکش – کابل: دغو افغان محصلینو ته ازبکستان ته په رسېدو افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف ، د لوړو زده کړو او تخصصي خدماتو لپاره د ازبکستان مرستیال وزیر سروورک بوزروک خانوف او د نورو وزارتونو او دولتي ادارو نماینده ګانو ښه راغلاست ووایه.
دا ۱۶۰ افغان محصلین به په ازبکستان کې د ازبکي ژبې او ادب ، طبي علومو، د سیول انجینر ۍ او د سړک جوړونې په برخه کې پوهنتونونه ولولي.
د افغانستان حکومت په وار وار پر ګاونډیو هیوادونو غږ کړی چې د افغان ځوانانو لپاره تعلیمي بورسونه او اسانتیاوې برابرې کړي.
اوسمهال په هندوستان ، ایران او ترکیه کې د افغانستان ګڼ شمیر ځوانان روزنه ترلاسه کوی
افغان دولت د هغوهیوادونومنندوی دی چی د افغان محصلینو په برخه کی له افغانانو سره همکاری کړی ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments