۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وويشل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو ۷۵ زره کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وويشل شول.
د سره رود ولسوال سيد علي اکبر وويل، چې د غنمو اصلاح شوي تخمونه د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د AAIP ادارې په همکارۍ د دې ولسوالۍ ۱۵۰۰ بزګرانو ته وويشل شو.
نوموړي وويل، چې هر بزګر ته د غنمو د اصلاح شوي تخمونو يوه بورۍ چې پنځوس کيلو کيږي ورکړل شوه.
ده وويل، چې د دغه اصلاح شويو تخمنو په بدل کې له هر بزګر څخه اووه سوه افغانۍ واخيستل شوې.
ده بزګرانو ته ډاډ ورکړ، چې که د ياد تخم تر کرلو وروسته کومې ستونزې سره مخ کيږي د کرنې او مالدارۍ رياست مسلکي کسان به يې د ستونزو په حل کې لازم اجراات وکړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply