۱۴۷ ښځینه پولیسې په دندو وګمارل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش_ کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، هغه پولیسې يې په دندو وګمارلې چې تازه یې ترکیې هېواد کې زده کړې او روزنه لیدلې وه.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه لیکي چې د دوی په همکارۍ ۱۴۷ ښځې ترکیې هېواد ته د مسلکي زده کړو لپاره لیږل شوې چې دوه اوونۍ وړاندې راستنې شوې.

دې ښځو د سیواس اکاډمۍ کې زده کړې کړي او د یکشنبې په ورځ په دندو وګمارل شوې.

کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ډاډ ښودلی چې د ښځو لپاره یې مصوون چاپيریال رامنځ ته کړی دی

کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو تشکیل زیات کړي او مسلکي روزنه ورکړي.

سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments