‘۱۰۱ کسه د نشه ‌یي موادو د قاچاق په جرم زنداني شوي’

comments 0

10 Views

هندوکش ــ کابل: له نشه ‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو په تېره یوه میاشت کې د نشه‌ يي موادو د ۶۱ پېښو په اړه حکمونه صادر کړي دي.
له نشه ‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي وویل، په دې ۱۰۱ کسانو کې چې ۱۱ تنه ‌يې دولتي مأمورين دي، له يوه کال څخه نيولې بيا تر ۳۰ کالو پورې په بند باندې محکوم شول.
دغه ډول په تېرو ۳۰ ورځو کې امنیتي ځواکونو د نشه ‌يي موادو د قاچاقو ۸۲ قضیې له ۱۰۱ تورنو کسانو سره یوځای دې مرکز ته لېږلې چې د دې مرکز څارنوالان به ‌یې وڅېړي.
له دې نیول شویو کسانو څخه ۲۵يې غوښتل چې د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې نشه ‌يي مواد په خپلو خېټو کې بهر ته قاچاق کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments