یو کال کې طالبانو ته سخت زیات اووښتی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، په تېر یو کال کې طالبانو ته نږدې دری سوه میلیونو ډالره زیان رسیدلی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه یې د نشه یي توکو لسګونه لابراتوارونه لمنځه وړي او د طالبانو ټولې هغه زېرمې په نښه کوي چې عواید ترې لاس ته راوړي.
د پولیسو په خبره، په زندانونو کې ۷۰ سلنه بندیان د نشه يي توکو په تور نیول شوي او زندانونو کې په بند خپله سزا ګوري.
دغه وزارت ډاډ وښود چې کابل کې یې د نشه یی توکو د پلور په تړاو سلګونه پرچون پلورونکي نیولي دي.
د دې وزارت مالومات ښيي چې په تېر یو کال کې د طالبانو سلګونه د پوډرو او هیروینو فابریکې په نخښه شوي چې طالبانو ته پکې سخت مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply