یو ډول پاكستانى پلو

comments 0

0 Views

اړتیا ور مواد:
1- كوچني كبان يو كيلو
2- ورجي نيم كيلو
3- غوړي 250 ګرامه
4- پياز نيم كيلو
5- مستې 250 ګرامه
6- ليمو دوې دانې
7- د كټوي دارو( لونـګ ، لوي هېل ، دارچيني ، زيره ) يوه د چايو كاچغه مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
كبان پاك كړى، پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى. كله چي سره سول را وې باسئ او ميده يې كړى. په دې غوړو كي كبان واچوى او كرار، كرار يې سره كړى. لږ چي اوبه وچي سي بيا د ليمو اوبه، مالګه، مرچ او د كټوي دارو غټ ور واچوى او لږ يې نور سره كړى او مستې ور واچوى كله چي د مستو اوبه پر وچېدو سوې بيا نو سره كړى پياز ور واچوي او لړى يې. كله چي ښه سره سول بيا لږ اوبه ور واچوي چي كبان پكښي پاخه سي او اوبه يې وچي سي. اوس نو په ورجو كي مالګه او د دارچيني ټوټگـې واچوى او وې اېشوى. او تر صافېدو وروسته په يوه غټ دېګ كي لږ ورجي بيا كبان بيا ورجي بيا كبان او بيا يې پر سر ورجي ور واچوى او دم يې كړى. چي ورجو دم وكيښ را كښته يې كړى.

Share this page to Telegram

Comments