یو ډول مخصوص پلو

comments 0

1 Views

لازم مواد:
1. ورجي ( 750 ) ګرامه
2. د چرګ پخې ميده سوي غوښي دوه ګيلاسه
3. ميګو ( يو ډول كوچني دريابي ملخان دي ) 500 ګرامه
4. د روميانو رُب دوې كاچغي
5. اوږه يوه غوزه
6. ادرك يوه كوچنۍ ټوټه
7. خلال سوي پلۍ يوه كاچغه
8. غوړي دوه سوه ګرامه
9. مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب:
ورجي پخوو. ميګو په ايشولو اوبو كي ايشوو او اوږه كوټو او په يو دوو كاچغو غوړو كي يې سره كوو. او ميګو او چرګ ور اچوو وروسته بيا د روميانو رُب، شونډ، پلۍ مالګه، مرچ د يوه ګيلاس اوبو سره ور اچوو او پر اور يې ايږدو چي و ايشي او اوبه يې وچي سي. بيا د ورجو منځ ور خالي كوو او دا مواد ور اچوو او په ورجو يې پټوو او د دېګ سر ور بندوو، اور يې پر سر ور اچوو چي دم وكاږي.

Share this page to Telegram

Comments