یو خوا د سولې خبرې روانی دي او بلې خوا د طالبان جګړې زور اخیستي! / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

ملا منان په هلمند ولایت کې په لویو بریدونو او نا امنیو کې کلیدي رول درلود او په وژل کېدو سره به يې د وسله والو طالبانو لیکې کمزوري شي، وسله والو طالبانو هم په يوه خبرپاڼه کې منلې، چې ملامنان له خپلو څلور ملګرو سره، چي دوه يي وياندويان حافظ راشد او ملا جاويد او همدارنګه دوه ساتونکو سره يو ځای په يوه هوايي بريد کې وژل شوی دی، که څه هم په‌ دې وروستیو کې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې کېدو په اړه هیلې زیاتې شوي، خو وسله‌وال طالبان لا هم پر جګړې ټینګار کوي.
طالبانو ویلي چې مونږ د خبرو له لارې امریکایانو ته فرصت ورکړی چې خپل ځواکونه وباسي، خو که فکر کوي چې ځواکونه به یې په افغانستان کې په ارامه پاتې شي؛ نو باید له سره غور وکړي.
په داسې حال کې چې له یوې خوا د افغان سولې په اړه تر بل هر وخته پرمختګونه شوي او پر وسله‌والو طالبانو او د دوی پر ملاتړو هېوادونو د افغان حکومت ترڅنګ د نړېوالې ټولنې، په ځانګړې توګه امریکا سیاسي، اقتصادي او نظامي فشارونه زیات شوي، د طالبانو دا ډول څرګندونې او زورښودنه ښيي چې د افغان سولې د بریا او په سیمه کې د امریکا د موجودیت او نفوذ مخنیوي له‌پاره د ګاونډيو او د سیمې ځینو هېوادونو هڅې هم ډېرې شوې دي.
اوس چې امریکا د افغان سولې له‌پاره لستوڼي رابډ وهلي او په‌دې لړ کې یې پاکستان هم پوهولی، که د افغانستان له‌پاره خپله تګلاره بدله نه‌کړي، خیر به و نه ویني او اسلام‌اباد هم له امریکا سره د ښکر پر ښکر کېدو وسه نه‌لري؛ نو داسې ښکاري چې روسیې او اېران له دغه فرصت نه ګټه اخیستې او هڅه کوي چې طالبان په بشپړ ډول خپلې غېږې کې ونیسي، روسیې خو په ښکاره د افغان سولې په اړه د مسکو ناستې په څنډه کې طالبانو ته ټټر وهلی و چې دغې غونډې ته د طالبانو د ورغلي پلاوي مشر عباس ستانکزي یې په اړه راپورونه ورکول، بله‌خوا امریکا تېره اوونۍ د اېراني ماډل وسلو په ښودلو سره پر اېران تورې پورې کړ چې طالبانو ته وسلې او تجهیزات ورکوي، امریکا له طالبانو سره د روسیې او اېران په خواخوږۍ او وروستۍ تار غځونې پوهېږي او هڅه کوي څومره ژر چې کېدای شي د افغان سولې پروسه بریا ته ورسوي، همدا لامل دی چې روسیه او اېران هم په ټول توان هڅه کوي خپل مخالف هېواد امریکا په افغانستان کې ناکام کړي او طالبان د دې کار له‌ پاره ورته ښه وسیله کېدای شي، افغان سولې ته د هیلو زیاتېدو سره سم دواړه هېوادونه په‌دې لټه او هڅه کې دي چې دغه پروسه ناکامه او په افغانستان کې روانه جګړه همداسې دوام وکړي، د طالبانو وروستی دریځ هم د دې ښکارندويي کوي چې روسیې او اېران پر شا ټپولي او په هېواد کې د جګړې دوام له‌پاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی، خو طالبان باید سر خلاص کړي چې په هېواد کې د روانې جګړې دوام یې په ګټه نه‌دی. د تېر په څېر به یې بیا هم قربانیان یوازې افغانان وي او ګټه به یې نورو هېوادونو ته رسېږي. دوی باید په‌دې پوه شي چې ګاونډي او د سیمې یو شمېر هېوادونه چې دوی ته یې د هر راز مرستې ټټر وهلی، د دوی بریا نه، بلکې د خپلو شومو موخو رسېدو ته ناست دي او دوی یوازې د وسیلې په توګه کاروي.

Share this page to Telegram

Comments