یو بل هوایي دهلیز پرانیستل کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: له هرات ولایت څخه هندوستان ته هوايي دهلېز پرانیستل کېږي.
د هرات سوداګرۍ خونې ویلي، ټاکل شوې چې د هرات له لارې هند ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره هوایي دهلېز راتلونکې اوونۍ پرانیستل شي.
د هرات سوداګرۍ خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند هیله ښودلې چې تر شاوخوا ۱۰ ورځو پورې به د بادام او پستې لومړنی صادراتي کاروان هندوستان ته ولېږي.
هغه ویلي، د هوایي دهلېز له لارې صادرات ګران تمامېږي، خو په وینا یې حکومت به د دغو صادراتو ۶۰ سلنه لګښت په غاړه واخلي.
هند ته د کارګو پروازونو پیل د صادراتو د ډېرېدو لپاره مثبت ګام دی او دا چاره به افغانستان د پاکستان له ناز او نخرو خلاص کړي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments