یو.اېن.اېچ.سي.ار: د طالبانو جګړو له امله هملند کې شاوخوا ۴۰ زره کورنۍ بې ځایه شوي

comments 0

15 Views

هندوکش ـ هلمند: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په هلمند کې د بې‌ ځایه شویو کسانو د خوندیتوب او ملاتړ غږ کړی دی.
«یو.اېن.اېچ.سي.ار» پرون په یوه بیان کې وویل، چې هلمند کې د تېرو ۱۰ ورځو جګړو له امله شاوخوا ۴۰ زره کسان بې ‌ځایه شوي دي.
دغې ادارې ویلي، دوی کې پنځه زره داسې کسان دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
بیان کې راغلي، «یو.اېن.اېچ.سي.ار» له یو شمېر بې‌ ځایه شویو کسانو سره د سرپناه، کمپلو، ترپالونو او د پخلنځي د وسایلو او دغه ‌راز نقدو پیسو مرسته کړې ده.
ملګري ملتونه وایي، څه باندې دوه لکه او ۲۰ زره افغانان د روان زېږدیز کال له پيله بې ‌ځایه شوي چې له دې سره د ټولو بې‌ ځایه شویو شمېر ۴،۱ میلیونو ته رسېږي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments