یوه بله دسیسه / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

دا اوس طالبانو هم منلې چې افغان ځواکونو یې د الفتح عملیات په الماتې باندې بدل کړل او داسې سخت ګوزارونه پکې طالبانو وخوړل چې تېرو اتلس کلونو کې یې نه و خوړلې.
د طالبانو مشران بیلابیلو ولایتونو خوندي سیمو کې په نښه شول، یا ونیول شول او یا ووژل شول، ځینې خو یې ان خپل ټاټوبي پاکستان ته په تيښته بریالي شول.
هغه ولسوالۍ چې طالبانو به پکې واکمني کوله، سږ کال د طالبانو له کنټرول وتلي او افغان ځواکونه پکې میشت شوي دي.
ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول ننګرهار ۲۲ ولسوالۍ امن شوي او پاتې دوه ولسوالیو څخه به هم طالبان تيښتې ته مجبور شي.
د طالبانو د نشه يي توکو ګڼې فابریکې له منځه یوړل شوې او د نشه‌يي توکو قاچاق يې له مشکل سره مخ شو.
د طالبانو د ماین جوړولو او ځانمرګو بریدونو مرکزونه یې له منځه یوړل شول.
نو له دې ټولو سره سره اوس طالبان هڅه کوي او هڅه یې کړې چې کله ځانګړو ځواکونو پروړاندې دسیسه جوړه کړي او کله د نورو امنیتي او دفاعي ځواکونو.
کله چې د طالبانو په یو مهم مرکز عملیات وشي، طالبان شاوخوا کورونو ته لاسي بمونه غورځوي، په خلکو ډزې کوي، ملکي مرګ ژوبله رامنځ ته کوي او بیا یې عکسونه خپروي.
طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې خپله ماتې پټه او د افغان ځواکونو پروړاندې د خلکو مینه کمه کړي.
تازه وګورئ د ملي دفاع سرپرست وزیر تلفوني مکالمه یې خواله رسنیو کې نشر کړې.
فرض کړو دا مکالمه رښتیا ده، نو د هر چا شخصي ژوند دی او شخصي اړیکې یې دي او د قانون له مخې هیڅوک حق نه لري چې خبرې ورباندې وکړو.
بله دا چې دا ډول مکالمې په اوسنۍ ټکنالوجۍ کې اسانه او ساده جوړیږي، هر ډول سافټویرونه شته چې کولی شي د هر چا غږ هر ډول جوړ کړی.
اوس چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري جدي ده او همغږي یې رامنځ ته کړې، طالب یې له ماتې سره مخ کړی، نو پروړاندې یې دسیسې جوړیږي.
شک نشته چې بیرونی او داخلي کړیو ځای دا ډول دسیسې پلان کړي وي چې رهبري نوم بدې کړي او خلک اړ شي چې خبرې پرې وکړی.
خو له نیکه مرغه اوس خلک په دې باوري شوي چې هر ډول غږ جوړیږي، یا دا باور لري چې شخصي اړیکې د هر چا خپل کار دی.

Share this page to Telegram

Comments