یونیسف: افغانستان کې شپږ سوه زره ماشومان د خوارځواکي خطر سره مخ دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د برخې دې ادارې له نړيوالې ټولنې د اووه ميليونه ډالرو بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده. د دې ادارې وياند کريسټوفر بوليراک په جنيوا کې يوې غونډې ته ويلي چې په جنګ ځپلي افغانستان کې بشري وضعيت د نړۍ په کچه تباه کوونکى دى.
هغه زياته کړې چې په تاوتريخوالي کې زياتوالى او د تېر کال وچکالۍ د افغانستان په شمال او لوېديځو ولايتونو کې له پنځو کلونو کم عمر لرونکي زرګونه ماشومان زيانمن کړي دي.
يونيسېف وایي، که په دې برخه کې بېړنۍ مرستې ونه شي، حالات به ډېر خطرناک شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments