یونان او ترکیه کې د زلزلې ځپلو کسانو مرګ ژوبله زیاته شوې

comments 0

119 Views

هندوکش ـ ترکیه: یوې زورورې زلزلې د یونان ټاپو ساموس ته نژدې د ترکیې ایګین ساحلي سیمه لړزولې ده.
د امریکا جیولوجیکل سروې اداره وايي، د دغې اووه درجې زلزلې مرکز د ترکیې ازمیر ایالت ته څېرمه و.
په ترکیه کې تر اوسه د شلو کسانو مړینه او له ۱۲۰ د ډېرو کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي.
د یونان ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، چې دوه ۱۷ او ۱۵ کلن زدکونکي په لومړنیو وژل شویو کسانو کې شامل دي.
د ازمیر ښارول وايي، د زلزلې له کبله په ښار کې ۱۲۰ ودانۍ نړېدلې دي.
ترکیه کې چارواکي تاييدوي، چې یو شمېر کسانو تر ورانو ودانیو لاندې ایسار پاتې دي.
ترکیه کې بیا چارواکي وايي، د زلزلزلې کچه شپږ اعشاریه شپږ درجې وه.
د یو ایس جي ایس مسوولینو په وینا زلزله دومره زوروره وه، چې په اتنز او استانبول کې هم محسوسه شوې او په ځمکه کې لس کیلومتره دننه پیل شوه، خو ترک چارواکي بیا وايي، د زلزلې ژوروالی ۱۶ کیلومتره و.
ترکیه او یونان دواړو هېوادونه د زلزلې پر لیکو پراته دي او زلزلې پکې معمول دی.
د مرګ ژوبلې شمېر ډېرېدو اندېښنه څرګنده شوې.
له زلزلې وروسته د ترکیې درېیم لوی ښار کې ځايي اوسېدونکي د ډار او ترهې حالت کې لارو کوڅو ته ووتل.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ويډيويي کلیپونو کې یوه څو پوړیزه ودانۍ د نړېدو حال کې لیدل کېږي.
په ځینې نورو تصویرونو کې بیا خلک داسې حال کې لیدل کېږي، چې په ورانه شوې ودانۍ کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.
په ځینې نورو رپوټونو کې ویل شوي، د سمندرې سطحې له پورته کېدو وروسته په ښار کې سېلاب راغلی او یو شمېر کب نیونکي تري تم دي.
بل لور ته د یونان په ساموس ټاپو کې د کوچني څونامي یا سمندري توپان رپوټونه ورکړل شوي، چې له کبله یې ځینې ودانیو ته زیان رسېدلی دی.
ځايي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له ساحله لېرې پاتې شي.
په جنورۍ میاشت کې د ترکیې د ختیځ الازیګ ایالت په سیوریس سیمه کې د زلزلې له کبله ۳۰ کسان وژل شوي وو او ۱۶۰۰ نور ټپیان شوي وو.
د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د یونان پلازمېنه اتنز کې د زلزلې له کبله د ښار لویه برخه له برېښنا محرومه شوه او له دې مخکې ۱۹۹۹ کې د ترکیې په ایزمیت ښار کې د یوې زلزلې له کبله ۱۷۰۰۰ کسان وژل شوي وو.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments