یونان: افغان پنا غوښتونکي په ستونزه کې دي

comments 0

0 Views

هندوکش – یونان: د سړې هوا له امله په یونان کې افغان پناه غوښتونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
په اروپا او په ځانګړې توګه یونان کې د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې د سړې هوا څپه پورته شوې چې له امله ‌يې هلته افغان کډوال او پناه غوښتونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
کډوالو ويلي، د شپې لخوا هوا دومره سړه وي چې ان خوب هم نه ‌شي کولی او د ویده کېدو لپاره وسایل هم نه لري.
یونان کې اوس هوا ډیره سړه ده او په دغه هېواد کې تر دې دمه درې کسانو د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د راپورونو له مخې، شاوخوا لس زره افغان پناه غوښتونکي چې له غیر قانوني لارو اروپايي هېوادونو ته تللي، د یونان د حکومت لخوا په جوړ شویو کمپونو کې د نا مالوم برخلیک په تمه په سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments