یوناما: له سولې ټېنګېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو مرستې به دوام پیدا کړي

comments 0

8 Views

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا «یوناما» تمه ښودلې چې د سولې تر ټينګېدو وروسته به هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې دوام جاري وستال شي.
یوناما ویلي، چې د سولې تر ټينګېدو وروسته به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام په اړه په راتلونکې نومبر میاشت کې د جینیوا په کنفرانس بحثونه وشي.
دغه کنفرانس چې د افغان حکومت، فنلنډ او ملګرو ملتونو لخوا تنظیمیږي په څلورو کلونو کې یو ځل تر سره کیږي.
پرون سې شنبه سپټبمر ۱۵(وږې۲۵) د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي، د یاد کنفرانس موخه د افغانستان د پرمختګ او ټیکاو په اړه د نړیوالې ټولنې او افغانانو د ژمنو تازه کول دي چې له ۲۰۲۱ تر۲۰۲۴ کاله پورې پر ګډو پرمختیايي موخو موافقه وشي او له افغانستان سره د مالي ملاتړ لپاره د پرمختیايي همکاریو همغږي رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې د سولې خبرو د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته شوي، د افغانستان لپاره پیاوړې ملګرتیا او دوامدار نړیوال ملاتړ ډیر مهم دی.
په اعلامیه کې په افغانستان کې د یوناما د مشرې دیبراه لاینز له قوله ویل شوي:” دا د افغانستان لپاره یوه مهمه شېبه ده، ځکه چې د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره یې د سولې خبرې اترې پیل کړي. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه به په جنیوا کې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو د سولې له پروسې سره په موازي توګه د افغانستان له پراختیا سره هم خپل ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه کړي. ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانستان له حکومت، فنلنډ، او مرستندویه ټولنې سره کار وکړي چې د ټولو افغانانو په ګټه ترټولو غوره ممکنه پایله تر لاسه کړي.”
د بیان له مخې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر «پیکا هاویسټو »هم ویلي چې په افغانستان کې په لومړي ځل د سولې ټینګېدو ریښتینی چانس رامنځته شوی دی.
نوموړي ویلي چې هیواد یې د سولې ټینګېدو برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي:” له لسیزو وروسته په لومړي ځل د سولې لپاره یو ریښتینی چانس رامنځته شوی. فنلنډ له نورو پرمختیايي ملګرو سره د سوکالۍ، دوامداره پرمختګ او تلپاتې سولې پر لور د افغانستان او افغانانو کلک ملاتړ کوي.”
د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم ویلي چې د افغانستان حکومت او د نړیوالې پراختیا ملګري یې باید د بې وزلۍ د کمولو لپاره په یوه لیدلوري سره یو ځای کار وکړي چې په وینا یې حقیقي او هدفمند واوسي.
د فنلند د پرمختیاِيي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ د چارو وزیر «ویلی سکناري» هم ویلي چې په افغانستان کې د پېچلو ننګونو حل د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډو هڅو او اوږد مهاله ژمنو ته اړتیا لري.
نوموړي هیله ښودلې چې له خپلو همکارو هیوادونو سره په ګډه له افغانستان سره د مرستو ژمنو تر لاسه کړي چې په وینا څو په دغه هیواد کې په تیرو لسیزو کې لاسته راغلي پرمختګونه وساتل شي، ترڅو د بشري حقونو او ډیموکراټیکو اصولو درک نور هم پیاوړی شي.
دا کنفرانس پر داسې مهال تر سره کیږي چې تازه په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکو ټېمونو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه بین الافغاني مذاکرات پيل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments