یوناما: طالبان ملکیان هدف ګرځوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: یوناما د حکومت پر وسله والو مخالفینو تور پورې کړی چې ملکیان یې هدف ګرځولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په یوې اعلامیه کې ليکلي چې وسله والو په روژې میاشت کې په قصدي توګه ملکیان هدف ګرځولي دي.
یوناما زیاته کړې چې وسله والو په خپلو بریدونو کې تر ډېره چاودېدونکي توکي کارولي چې کابل کې یې تر سلو زیات ملکیان وژلي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې پر ملکیانو بریدونه د عاملانو مشروعیت له منځه وړي او د افغانستان د استازیتوب له ادعا یې محروموي.
یوناما لیکلي چې پر ملکیانو بریدونه جنګي جرمونه او بشر ضد جنایتونه دي او له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې باید د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments