یوناما د جګړې په شدت اندیښنه ښودلې

comments 0

8 Views

هندوکش-کابل : یوناما د روژې په میاشت کې د شخړو د زیاتیدو له کبله پر ملکي تلفاتو اندیښمنه ده

کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما  له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې طالبان په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي.

یوناما کابل کې د کاونټر پارټ په نوم موسسې برید ته اشاره کړې چې په لیکنه شپږ ملکي وګړي په کې شهیدان شول او اته ویشت نور ټپیان شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وایي ، له توپیر پرته په قصدي ډول پرملکي کسانو برید په هیڅ ډول توجیې وړ نه دی.

د یوناما په اعلامیه کې همداراز راغلي چې دوی به فرا او نیمروز کې د هغو بریدونو په  تړاو هم څیړنې وکړي چې ویل کیږي ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments