یوناما: د افغان ځواکونو له برکته په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې ۱۳ سلنه کموالی راغلی

comments 0

7 Views

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یونامه د ملکي تلفاتو په اړه تازه راپور خپور کړی چې پکې راغلي:« وسله والو طالبانو د سولې لپاره جوړ شوی فرصت له جدي ګواښ سره مخ کړی او په افغانستان کې د ډېری ملکیانو د وژل کیدو او ټپي کیدو مسؤلان دي.»
خو د یوناما په دغه راپور کې ویل شوي چې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې کچه د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ نیمايي په پرتله ۱۳ سلنه کمه شوې ده.
یوناما د ملکي تلفاتو د کموالي لامل د نړیوالو ځواکونو لخوا افغان ځواکونو ته د ټولو پوځي عملیاتو انتقال او د افغان حکومت له خوا په شدت سره د داعش ډلې د خرسان څانګې ځپل په ګوته کړي دي.
یوناما پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی بند او ژر تر ژره بین الافغاني مذکراتو ته چمتو شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments