یوناما: تیر کل په پرتله ملکي مرګ ژوبله کې 19 سلنه زیات والې راغلې

comments 0

6 Views

هندوکش – کابل: یوناما وایي، د تېر کال په پرتله ملکي مرګ ژوبله ۱۹ سلنه لوړه سوې ده، چې تر ټولو ډېره یې د طالبانو لخوا رامنځه سوې ده.

د دغې ادارې له لوري په خپاره سوي راپور کې راغلي، چې د جنوري له لومړۍ نېټې د روان کال د مارچ تر ۳۱مې په افغانستان کې ۶۰۸ تنه ملکي وګړي وژل سوي دي.

د راپور له مخې، تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په بریدونو کې اوښتې ده.

د دوی په وینا، ۱۷ سلنه مرګ ژوبله افغان ځواکونو، ۱۳ سلنه بهرنیو ځواکونو او ۲ سلنه د حکومت پلوه وسله والو له لوري ملکي وګړو ته اوښتې ده، همدا راز د ملکي وګړو ۱۲ سلنه مرګ ژوبله د داعش ډلې او ۳۹ سلنه بیا د طالبانو له لوري رامنځ ته سوې ده.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments