یوناما بندیانو پر وړاندې د طالبانو له چلنده خواشینې څرګند کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارې لخوا په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د طالبانو له لوري پر نیول شویو کسانو ناوړه چلند، شکنجې او په ځینو مواردو کې د هغو پر وژلو ژوره خواشیني یو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه دفتر یا یوناما تیره ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د دوی معلومات ښيې طالبان بندیان په خورا بدو شرایطو کې ساتي او پر هغوی جبري کار هم کوي.
یوناما وايي چې لومړني معلومات یې په ارزګان کې د طالبانو له بنده له ۱۳ تنو خوشې شویو بندیانو څخه ترلاسه کړي دي.
دا بندیان د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې خوشې شوي دي.
هغوی ویلي چې طالبانو له ملکي او پوځي بندیانو سره ناوړه چلند کاوه، وهل یې او ځینې یې وژل.
په راپور کې د څو بندیانو په قول ویل شوي چې طالبانو لږ تر لږه ۱۱ بندیان وژلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مشر تادامیچي یاماموتو ویلي، له ملکي او پوځي اسیرانو سره د بد چلند، شکنجې او په غیرقانوني ډول وژلو او همدا راز د بند د خواشینوونکي وضعیت په اړه پر دغو جدي تورونو ژوره اندېښنه لري.
افغان ځانګړو ځواکونو د اپریل په ۲۵مه نېټه د خاص ارزګان ولسوالۍ په شیره کلي کې د طالبانو پر بند چاپه ووهله او د ۴۵ امنیتي ځواکونو په ګډون یې ۵۳ تنه بندیان وژغورل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments